د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ د درېيمې نېټې د سهار په لسو بجو ۲۶ دقيقو، د چين د چانګ عه څلورم نمبر څېړنيز ماشين د سپوږمۍ د ليرې پرتو سيمو د ختيځ طول البلد په 177.6 درجو او د جنوب عرض البلد په 45.5 درجو کې کښته شو چې له ټاکل شوې سيمې سره سمون خوري.
دغه څېړنيز ماشين د چوی چياو په نوم د سپوږمکۍ له لارې د سپوږمۍ د ليرې پرتو سيمو په اړه لومړی عکس ځمکې ته راوستاوه، دغه راز د سپوږمۍ د دغو سيمو بڼه يې په لومړي ځل نړيوالو ته وړاندې کړه . (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |