CRI Online

تبصره: د چانګ عه څلورم نمبر څيړنيز ماشين په بريالۍ توګه د سپوږمۍ په ليرې پرته سيمه کې کښته شو او بشريت د دايمي پرمختګ لپاره پر کوښښونو بوخت شو

cri     (GMT+08:00) 2019-01-03 18:18:13

د بېجينګ پر وخت د جنورۍ د درېيمې نيټې په لسو بجو او شپږويشتو دقيقو د چين د چانګ عه څلورم نمبر څيړنيز ماشين په بريالۍ توګه د سپوږمۍ د ليرې پرتې سيمې په ټاکل شوی برخه کې کښته شو او د چيو چياو په نامه د تکرارولو مصنوعي سپوږمکۍ له لارې يې د سپوږمۍ د ليرې پرتې سيمې لومړی هغه انځور بېرته راستاوه چې له نژدې ځای څخه يې واخيست. دا په ۲۰۱۳م کال کې د سپوږمۍ په نژدې پرتو سيمو کې د چانګ عه درېيم نمبر څيړنيز ماشين له کښته کېدو نه وروسته سپوږمۍ ته استول شوی د چين دوهم څيړنيز ماشين دی. په دې توګه چين په نړۍ کې لومړی هېواد ګرځېدلی چې څيړنيز ماشينونه يې د سپوږمۍ په ليرې او نژدې پرتو سيمو کې کښته شوي دي. دا د بشريت په فضايي تاريخ کې يو ستر نوښت دی.

د چين د فضايي کارپوه او د چانګ عه لومړی نمبر عمومي مخترع يي پې جيان په دې نظر دی چې د سپوږمۍ په ليرې پرته سيمه کې کښته کېدا د چانګ عه څلورم نمبر تر ټولو ډېر ستره علمي موخه ده. د چين د فضايي چارو وروستی هدف په نړۍ کې د لومړی مقام نيول نه دي، بلکې په ليرې فضا کې د لا زياتو کشفونو تر لاسه کول او د بشريت د دايمي پرمختګ د لارو چارو پيدا کول دي.

اوسمهال کارپوهانو د ځينو علمي الاتو او ماشينونو په وسيله په ليرې فضا کې د نړۍ د رامنځته کېدو په پيل کې د جاذبې قوت څپو د پيدا کولو په شمول ځينې مهمې علمي کشفونې تر لاسه کړې، خو داسې کشفونې د ټولې نړۍ په پرتله ډېرې لږې دي. څرنګه چې د شنه خونې ګازو د ايستلو په شمول د کسانو د کړو وړو له امله په اقليم کې بدلونونه رامنځته کېږي، نو کسان ليرې فضا ته ګوري او غواړي چې د ځمکنې کرې په بهر کې د انسانانو د اوسېدو وړ نور ستوري پيدا شي.

په دې برخه کې سپوږمۍ ليرې فضا ته د کسانو د ورتګ بنسټ دی. چانګ عه څلورم نمبر څيړنيز ماشين د دې لپاره د کسانو تازه کوښښ دی او هم د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره تازه هڅه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای