CRI Online

چين د خپلو چارو د ښه تر سره کولو په هڅه کې دی او د اصلاحاتو له لارې د راتلونکي هرکلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-03 19:28:16

۲۰۱۹ کال رارسيدلی دی.

دا خبر د ۲۰۱۸ کال د لسو لويو نړيوالو خبرونو په اړه د بېلا بېلو هېوادونو د خبري رسنيو په خپرو شويو لستونو کې شامل دی چې امريکا د نړيوالې سوداګرۍ ترينګلي حالات سخت کړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوي کال د مبارکۍ په پيغام کې د تېر يو کال په اړه وويل، چې له لاسته راوړنو ډکې ورځې مو درلودې او ټينګ ګامونه مو پورته کړل. هغه د راتلونکي په اړه پر دې ټينګار وکړ چې په هر نړيوال وضعيت کې د ملي حاکميت او امنيت د ساتلو په اړه د چين باور او هوډ نه بدليږي او د نړيوالې سولې د ساتلو او د ګډ پرمختګ د هڅولو په اړه د چين صميميت او ښه نيت نه بدليږي. دا معنا لري چې چين نه يوازې د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګريس له خوا د ټاکل شوې نقشې سره سم د اصلاحاتو په لاره کې ثابت ګامونه پورته کړي او کوي يې، بلکې د يو لوی هېواد مسئوليت يې پر غاړه اخيستی دی، د نړيوالې سولې د ساتلو او له بېلا بېلو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ د هڅولو په هکله د چين صميميت او ښه نيت ټينګ او نه بدلېدونکی دی.

د چين اصلاحي تدبيرونه په داسې حال کې خپاره شوي چې د چين اصلاحات د ژوروالي مرحلې ته داخل شوي، د ښه کيفيت اقتصادي پرمختګ او د عصري اقتصادي سيستم ابادي د ستونزو حل ته اړتيا لري، ايا د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک شته او که نه، د اصلاحاتو ژوروالی د چين لپاره ضروري دی.

نړيوال اوس د ۲۰۱۹ کال د نړيوال اقتصاد او نړيوالو اړيکو د نا معلومتيا پر وړاندې چين او امريکا دوو لويو هېوادونو ته پام اړولی. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دا مني چې د امريکا او چين ترمنځ اړيکې مهمې دي او ټوله نړۍ ور ته ډېره پاملرنه کوي. دغه راز د چين او امريکا کاري ډلې په ارجنټاين کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا د تر لاسه شويو ګډو نظريو د پلي کولو لپاره د سلامشورو په هڅه کې دي.

که د دغو مشورو نتيجه هر څه وي او په راتلونکي کې به څه پېښيږي، د چين لپاره تر ټولو مهم کار د خپلو چارو ښه تر سره کول يعنې د اصلاحاتو هراړخيز ژوروالی دی، دا به په ۲۰۱۹ کال حتی لا اوږد راتلونکي کې د چين ټينګ عمل او نړۍ ته څرګند پيغام وي.

چين به کومې چارې په ښه توګه تر سره کړي؟ دغې چارې پنځه کاله مخکې د چين کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کميټې په درېيمه عمومي غونډه کې وړاندې شوي د اصلاحتو د هراړخيز ژوروالي د پرېکړې په اړه کارونه او د چين کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګريس کې ټاکل شوی پلان دی، لنډه دا چې د هېواد د ادارې سيستم او توان عصري کېدل د چين موخه ده.

په ۲۰۱۸ کال کې نړۍ د نړيوالو سوداګريزو حالاتو سختوالی لېدلی او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون چټک سرعت يې هم کتلی. نړۍ به په نوي کال کې دا وګوري چې چين به په پر له پسې او ښه توګه خپلې چارې تر سره کړي او له نړۍ سره به پرمختګ شريک کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای