نانسي پلوسي د امريکا د کانګرس د استازو جرګې د مشرې په توګه وټاکل شوه
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د نوې دورې کانګرس د جنورۍ په درېيمه نېټه په کار پيل وکړ، د ديموکرات ګوند غړې نانسي پلوسي د استازو جرګې د مشرې په توګه وټاکل شوه. دا د نوموړې دوهم ځل دی چې ياده دنده پر غاړه اخلي او د امريکا په تاريخ کې د استازو جرګې لومړۍ ښځينه مشره ده.
پلوسي د لوړې په وينا کې د نوې دورې کانګرس کې د ديموکرات ګوند عمده کارونه بيان کړل، مثلا له اقليمي بدلون سره مقابله، د طبي بيمې لګښت او د عايداتو توپيرونه کمول، د بنسټيزو تاسيساتو ښه والی او داسې نور. په دې هکله چې د بوديجې د رکود له امله د امريکا د ځينو حکومتي ارګانونو کارونه ځنډيدلي، پلوسي وويل، د استازو جرګه به په همدې ورځ د بوديجې د قانوني لايحې په اړه رايګيري ترسره کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |