CRI Online

ترکيه غواړي له عراق سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-04 10:43:38

ترکيه غواړي له عراق سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جنورۍ په درېيمه نېټه وويل، ترکيه غواړي له عراق سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د خلکو د خونديتوب لپاره په ځينو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

اردوغان په همدې ورځ د عراق له ولسمشر محمد صالح سره تر خبرو اترو وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل داعش او د کردانو کارګر ګوند ترکيې او عراق ګواښونه ته کوي، ترکيه غواړي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د خلکو د خونديتوب لپاره په ځينو برخو کې له عراق سره همکارۍ لا ژورې کړي. د عراق د ملي يووالي، د خاورو بشپړتيا او امنيت او ثبات ساتل د ترکيې د تګلارو اصول دي. ولسمشر صالح وويل، عراق او ترکيه به يو له بل سره اوږه په اوږه ودرېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای