په سپوږمۍ کې د چين د چانګ عه څلورم نمبر ګرځندويه ماشين د يو تو دوهم نمبر په نوم ونومول شو
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د فضايي چارو ادارې د جنورۍ په ۴مه نېټه خبر ورکړ، د چانګ عه څلورم نمبر ګرځندويه ماشين د نوم ټاکنې کار په همدې ورځ پای ته ورسېد او دغه ماشين د يو تو دوهم نمبر په نوم ونومول شو.
د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر د اتمې نېټې د سهار په دوو بجو او ۲۳ دقيقو، د سپوږمۍ د څېړنې په اړه د چين د چانګ عه څلورم نمبر کښته کوونکې ماشين او ګرځندويه ماشين سره يو ځای فضا ته وتوغول شول، د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ د درېيمې نېټې د سهار په لسو بجو او ۲۶ دقيقو ياد ماشينونه په برياليتوب سره د سپوږمۍ په ليرې پرتو سيمو کې کښته شول او په څېړنو يې پيل وکړ. د چانګ عه څلورم نومبر څېړنيز ماشين په برياليتوب سره د سپوږمۍ په ليرې پرتو سيمو کې کښته شوی او ګرځنده څېړنه يې پيل کړې ده، دا په ګرده نړۍ کې لومړی مقام نيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |