CRI Online

نړيوالې ټولنې د تايواني وطنوالو په عنوان د علني پيغام د خپرېدو د څلوېښتمې کاليزې په يادغونډه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي شي جين پينګ مهمې وينا ته ډېره پاملرنه کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-04 14:43:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تايواني وطنوالو په عنوان د علني پيغام د خپرېدو د څلويښتمې کاليزې يادغونډه د جنورۍ په دويمه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه. په دغه غونډه کې ګډون کوونکو بهرنيو پوهانو او په بهرنيو هېوادونو کې مېشتو چينايانو او چيني الاصله بهرنيانو څرګنده کړه چې د عمومي منشي شي جين پينګ وينا د سولې او يووالي د تر سره کېدو لپاره د چين ټينګ هوډ ښکاره کړی او هېله ده چې چينايان خپل يووالی وساتي.

د چيني چارو ايټالوي کارپوه فرانسېسکو سيسي وايې چې عمومي منشي شي جين پينګ په خپله وينا کې يو ځل بيا د سولې او يووالي د ساتلو په اړه د چين هوډ څرګند کړی دی.

په پاکستان کې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د توان جوړولو مرکز د مدير مرستيال ياسر مسعود وايي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د چين سترې برخې تايوان ته عاقلانه او سمې پاليسۍ وړاندې کړي او د تايوان تنګي د دواړو غاړو تر منځ د سولې او پرمختګ لپاره يې خدمتونه کړي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای