CRI Online

د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ترمنځ اړيکې بايد د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د اړيکو تر اغېزې لاندې رانشي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-04 15:20:02
د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ترمنځ اړيکې بايد د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د اړيکو تر اغېزې لاندې رانشي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د رودنګ خبري ورځپاڼې د ډسمبر په ۳مه نېټه يوه مقاله خپره کړه. په دغه مقاله کې پر دې ټينګار شوی چې د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ اړيکې بايد د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د اړيکو تر اغېزې لاندې را نشي. په دې مقاله کې پر امريکا نيوکه شوې چې د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د اړيکو په پرمختګ کې لاسوهنه کوي او د ديموکراتيکې کوريا پر وړاندې يې تل دښمانه تګلارې غوره کړې دي. په دې مقاله کې ويل شوي چې د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکه کوريا بايد په زړوره توګه خپلمنځي همکارۍ پرمخ بوزي.

په دې مقاله کې ليکل شوي، د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ ډېر تړونونه د تطبيق په وخت کې له ډېرو ستونزو سره مخ و، لامل يې دا دی چې امريکا پکې خنډونه جوړوي. له حقايقو څخه ښکاري چې امريکا له ديموکراتيکې کوريا سره د خبرو اترو کولو موخه د دواړو خواوو ترمنځ د ښو اړيکو ټينګول نه دي، بلکې غواړي د ديموکراتيکې کوريا ذروي وسلې له منځه يوسي او ديموکراتيکه کوريا ور ته سر ټيټ کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای