CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت : چين او امريکا به د جنورۍ له ۷ مې نېټې څخه تر ۸ مې نېټې پورې د اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو په اړه د مرستيال وزيرانو په کچه سلامشورې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-04 15:51:50

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د جنورۍ په ۴ مه نېټه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پرمهال وويل چې چين او امريکا به د روانې مياشتې له ۷ مې نېټې څخه تر ۸ مې نېټې پورې د اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو په اړه د مرستيال وزيرانو په کچه سلامشورې وکړي.

له نوموړي څخه يوه خبريال پوښتنه وکړه چې د ځينو راپورونو له مخې، د امريکا پلاوی به د جنورۍ په پيل کې د اقتصادي او سوداګريزو بحثونو په موخه له چين څخه ليدنه وکړي، ايا د دواړو خواوو تر منځ سلامشورې د پلان له مخې تر سره کېږي؟

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د خبريال د يادې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د چين او امريکا مرستيال وزيرانو د روانې مياشتې د ۴ مې نېټې په سهار ټليفوني خبرې اترې وکړې او په دې يې موافقه وکړه چې د امريکا د سوداګريزو چارو د استازي مرستيال جفرې ګريش په مشرۍ د امريکا يو کاري ګروپ به د روانې مياشتې له ۷ مې نېټې څخه تر ۸ مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي او د چين له کاري ګروپ سره به د هغو مهمو ګډو نظريو د پلې کولو په اړه فعاله او رغنده خبرې اترې وکړي چې تېر کال د دواړو هېوادونو مشرانو د ارجنټاين د شلو هېوادونو په سرمشريزې غونډې کې پرې موافقه کړې وه.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای