CRI Online

د نوي کال د تېرې درې ورځنۍ رخصتۍ په موده کې، په چين کې د بانکي کارتونو له لارې د مصرفي لګښت اندازه ۸۲۰ ميلياردو ډالرو ته رسېدلې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-04 16:32:02

د چين د بانکي کارتونو ټولنې د اړوندو شمېرو له مخې، د ۲۰۱۹ کال د درې ورځنۍ رخصتۍ په موده کې د کارت په وسيله د انټرنټي معاملو عمومي ارزښت ۸۲۱ مليارډو ۷۰۰ مليونو يوانو ته رسېدلی دی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷.۳ سلنه زياتوالی ښيي.

د مالوماتو له مخې،د نوي کال د تېرې درې ورځنۍ رخصتۍ په موده کې د بانکي کارتونو له لارې په چينايي رستورانتونو کې د خوراکونو د خرڅلاو اندازه د تېر کال په پرتله ۲۱.۲ سلنه لوړه شوې ده.

سر بېره پر دې، په ترانسپورتي چارو کې له بانکي کارتونو څخه د استفادې کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲.۳ سلنه لوړه شوې ده.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای