CRI Online

چين غواړي له هند سره د دواړو هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو د حقه حقوقو د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-04 17:01:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جنورۍ په څلورمه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکو لارښوونو لاندې د دواړو هېوادونو اړيکې د نژدې کېدو او دوه اړخيزې مؤثرې همکارۍ د چټګ پرمختګ په حال کې دي. په اوسنيو اوضاعو کې چين غواړي په نړيوالو چارو کې له هند سره لا نژدې همکارۍ وکړي او د دواړو هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو د حقه حقوقو د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

د هند د بهرنيو چارو وزير سينګ څو ورځې مخکې خبر ورکړی چې د ټولې نړې د بې ثباتو شرايطو په وړاندې د هند او چين ترمنځ اړيکې د نړۍ د ثبات سبب ګرځي او دواړه هېوادونه بايد د کشالو په لوري د توپيرونو د سختېدو مخنيوی وکړي. وياند لو کانګ په دې اړه وويل، د تېر کال په اپريل کې رئيس شي جين پينګ په وو هان ښار کې د هند له صدراعظم ناريندرا مودي سره کتنه وکړه او په دغه کتنه کې يې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدو لارښوونه وکړه. د چين او هند ترمنځ سالمې او ثابتې اړيکې د دواړو هېوادونو او خلکو له ګټو سره سمون خوري او هم د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګټور دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای