د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين مرکزي پوځي کميسيون کاري غونډه د جنورۍ په څلورمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ په ياده غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې ټول پوځونه بايد د نوې زمانې لپاره د چين خصوصيت لرونکي سوسياليزم د افکارو پر لارښوونې ټينګار وکړي، د ګوند د نولسم ملي کانګريس او د نولسمې مرکزي کمېټې د دوهمې او درېيمې عمومي غونډې روحيې دې پلې کړي، د نوې زمانې د ځواکمنو پوځونو په اړه دې د ګوند افکار عملي کړي، د نوې زمانې نظامي ستراتيژي او پلان دې پوره کړي، په نوې مرحله کې دې پوځي مبارزې ته چمتووالی ونيسي او د ځواکمنو پوځي چارو نوې پاڼه دې واړوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |