د پاکستان په شمال لویدیځ ښار کې د موټر بم چاودنې په ترڅ کې لږترلږه څلور کسان ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، د خیبر پختونخوا ایالت مرکز کې د کاله باري مارکیټ کې په یوه موټر کې ځای پرځای شوی چاودیدونکو توکو چاودنه ترسره شوې.
پولیس فکر کوي چې برید ګرو وغوښتل د مارکېټ په مصروفو ساعتونو کې برید وکړي. په هرصورت، بم په ناڅاپي توګه د سهار په وخت کې کله چې مارکيټ تړلی و، شوې ده.
په چاودنه کې له 12 څخه زیاتې هټۍ او څو موټرونه هم زیانمن شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |