CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو به د منځني ختيځ له ۸ هېوادونو څخه ليدنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-05 16:55:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۴ مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو به د روانې مياشتې له ۸ مې نېټې څخه د منځني ختيځ له ۸ هېوادونو څخه ليدنه وکړي او له سيمه ييزو ملګرو سره به ژمنه وکړي چې امريکا به له منځني ختيځ څخه و نه وځي او له دوی سره به د ايران ګواښ په ګډه حل کړي.

د امريکا د روانې مياشتې په ۴ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې مايک پمپيو به د روانې مياشتې له ۸ مې نېټې څخه تر ۱۵ مې نېټې پورې پر له پسې له اردن، مصر، بحرين، عربي متحده امارات، قطر، سعودي عربستان، عمان او کويت څخه ليدنه وکړي.

په دې اعلاميې کې همدارنګه راغلي چې مايک پمپيو به د يادو هېوادونو مشرانو د سوريې او د يمن جمهوريت حالاتو، د ترهګرۍ پر ضد او د ايران ګواښ د حلولو په اړه خبرې اترې وکړي او هغه به د مصر په پلازمينه قاهره کې د امريکا د منځني ختيځ پاليسۍ په اړه يوه وينا وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای