د امریکا فدرالي حکومت ارګانونه تړل کېدای شی
د سین هوا اژانس د خبر له مخې د روانې میاشتې په ۵مه نېټه د امریکا د سپینې ماڼۍ او دېموکرات ګوند استازیو د امریکا او مکسیکو په سرحدي سیمه کې د دېوال جوړولو بودجې په اړه مشوره وکړه خو هیڅ مثبتې نتیجې ته نه دي رسیدلي. په بله وینا د امریکا فدرالي حکومت ارګانونه به بیا وتړل شي.
ځکه چې د سپینې ماڼۍ او د پارلمان د دوو ګوندونو استازي د یادې مسئلې په اړه د نظرونو لوی توپیر لري او اړوندو خواوو تر اوسه د بودجې په اړه موافقه نه ده کړې نو کابو یو په څلورمه برخه حکومتي ارګانونه د تیر ډسمبر د ۲۲ نیټې له پیل څخه بند شوي او د فدرالي حکومت اته لکه استخدام شوي کارکوونکي اغیزمن شوي دي چې دغه جریان ۱۵ ورځو راهیسې دوام کړی دی .
ولسمشر ټرمپ دا څرګنده کړې ده چې که دېموکرات ګوند د یاد دېوال د جوړولو بودجه منظور نه کړي نو هغه چمتو دی چې فدرالي حکومت ارګانونه د څو میاشتو یا څو کلونو لپاره وتړی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |