د سین هوا اژانس د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت خبري اژانس د روانې میاشتې په ۵مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ملي ګټو د ټاکلو کمیټې په همدې ورځ په « د ترهګریزو پیسو د بندولو په اړه د م م پروتوکل » کې ګډون منظور کړ.
د دغې کمیټې د یوې اعلامیې له مخې دغه منظورلیک به د ایران پارلمان ته د تائید لپاره وړاندې شي او له رایګیرۍ وروسته به نافذ شي.
د ایران د ملي ګټو د ټاکلو کمیټې د دغې هېواد د حکمیت لوړپوړی ارګان دی. کله چې د ایران پارلمان او اساسي قانون د څارنې کمیټې ترمنځ د نظرونو ټکر رامنځته شي نو یاده کمیټه وروستۍ پریکړه کوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |