CRI Online

وانګ يي د چين او افريقا د همکاريز فورم د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې د تر لاسه شويو پايلو د پلي کولو په هکله شپږ فقيره ييز کار څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-01-07 09:27:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جنورۍ په ۶مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په ‌ډاکار کې د سنيګال له خارجه وزير صديقي کابا سره له خبرو اترو نه وروسته يوه ګډه خبري ناسته تر سره کړه. په دغه ناسته کې يوه خبريال پوښتنه وکړه چې چين او سنيګال به د چين او افريقا د همکاريز فورم د ګډو رئيسه هېوادونو په توګه د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې د تر لاسه شويو پايلو د پلي کولو لپاره کوم تدبيرونه ونيسي؟

وزير وانګ يي وويل، په ۲۰۱۸م کال کې د چين او افريقا د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه بريالۍ تر سره شوه. دغه غونډه د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې کليدي اهميت لري او هم له افريقا سره د نړيوالو همکاريو په اړه يوه ښه نمونه ده. په راتلونکې کې به چين له افريقا سره، په تېره بيا له ګډ رئيسه هېواد سنيګال سره لا نژدې همکارۍ وکړي، تر څو په دې برخو کې اړوند کارونه پياوړي کړي.

لومړی: د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک لا نژدې ټولنه دې جوړه شي.

دوهم: د يو کمربند او يوې لارې وړانديز دې په ژوره توګه تر ۲۰۶۳م کاله پورې د افريقايي هېوادونو ټولنې له جريان سره ونښلولی شي.

درېيم: د مختلفو هېوادونو لپاره دې د يادې سرمشريزې غونډې د تر لاسه شويو پايلو د پلي کولو ځانګړې لايحې طرحې کړي.

څلورم: د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ دې د نوښت او کيفيت په لوړولو سره پرمختګ ومومي.

پنځم: د چين او افريقا خلک دې د يادې سرمشريزې غونډې له پايلو څخه ګټه واخلي.

شپږم: دواړه خواوې دې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای