د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او پاکستان د ځمکنيو پوځونو ترمنځ د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه ګډ پوځي تمرين د جنورۍ په ۵مه نېټه د پاکستان په پنجاب ايالت کې تر سره شو او د اتل ـ۶ په نامه د چين او پاکستان ترمنځ يو لړ ګډ پوځي تمرينونه په بريالۍ توګه پای ته ورسېدل.
ياد پوځي تمرين د اتل ـ۶ په نامه د چين او پاکستان ترمنځ د يو لړ ګډو پوځي تمرينونو وروستۍ برخه ده او عمده موخې يې د مهمو موخو د ساتلو د موډل او طرز پيدا کول او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه د دواړو خاصو پوځونو د توان لوړول دي.
د معلوماتو له مخې، د اتل ـ۶ په نامه يو لړ ګډ تمرينونه د ۲۰۱۸م کال د دسمبر له ۸مې نېټې څخه په رسمي توګه شروع شوي وو.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |