د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جنورۍ په ۶مه نېټه د سنيګال ولسمشر ماقي سال په ډاکار کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.
ولسمشر سال د وانګ يي له لارې رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل او په دې مناسبت يې چين ته تودې مبارکۍ وويلې چې څو ورځې مخکې د چين د سپوږمۍ څيړنيز ماشين په بريالۍ توګه د سپوږمۍ په ليرې پرته سيمه کې کښته شو. هغه وويل، چې له دې علمي نوښت څخه څرګندېږي چې چين د ساينس او تخنيک د نوښت په برخه کې په نړۍ کې مخکښ مقام نيسي. افريقايي دوستان هم په دې مناسبت د وياړ او خوشحالۍ احساس کوي. هيله ده چې د ساينس او تخنيک د نوښت په برخه کې له چين سره لا ژورې همکارۍ وکړي.
وزير وانګ يي وويل، د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکارۍ دي او هم د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ متقابلې مرستې دي. چين به په مداومه توګه د افريقا د هيلو او اړتياوو له مخې تر خپلې وسې پورې د افريقايي هېوادونو له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |