د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ په ۶مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له څلورو افريقايي هېوادونو څخه د لېدنې د پای ته رسيدو په درشل کې د سنيګال په ډاکار کې خبري رسنيو ته د دغه سفر په اړه معلومات او احساسات وروپېژندل.
وانګ يي وويل، دا د چين د بهرنيو چارو يوه ځانګړتيا ګرځېدلې چې هر کال د چين د بهرنيو چارو وزير لومړی له افريقا څخه ليدنه کوي. ځکه چين له لسګونو کلونو راهيسې پر دې دود ټينګار کړی چې نه يوازې چين له افريقا سره ژمنه کړې، مهم سبب يې دا دی چې چين او افريقا پرمختيايي هېوادونه او ښه ملګري دي، دواړه خواوې بايد خپلمنځي ستراتيژيکې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي. وانګ يي د دې سفر په اړه د خپلو احساساتو مهم څلور ټکي ياد کړل چې لومړی، د چين او افريقا ترمنځ دوستي ښه ټينګه ده. دوهم، پر څواړخيزم ټينګار کول د دواړو خواوو ګډ غږ دی. درېيم، د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په اړه علاقه او شوق لوړيږي. څلورم، د واحد چين اصل په افريقا کې ټينګ او پياوړی شوی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |