CRI Online

د وانواتو صدراعظم چيني تصدۍ وستايله

cri     (GMT+08:00) 2019-01-07 15:48:58

په وانواتو کې د سړک د بيا جوړولو لپاره د لومړي پړاو پروژه د جنوري په شپږمه نېټه د يوې چيني تصدۍ له خوا بشپړه او ګتې اخيستې ته وسپاره شوه.د وانواتو صدراعظم چارلوټ سالوې وويل چې دغه پروژه د دې هېواد د خلکو لپاره د يادونې وړ تاريخي پروژه ده او تمه لري چې چين او وانواتو د پانګونې او سيلانۍ په شمول برخو کې لازياتې همکارۍ وکړي.

(اواز.........) په تانا ټاپو کې اوسېدونکو په سندرو او نڅاوو سره د چين د سي ار سي سي په اړه د چين د سي سي اي سي سي په نوم شرکت له خوا د جوړې يادې پروژې په بشپړېدو باندې خوښي ښکاره کړله او دوهم پړاو به يې هم ژر پيل شي.له دې کبله ځايي وګړي له خرابو ترانسپورټي شرايطو څخه غورل شوي او د دې سړک د بشپړېدو سره اوس په لا اسانه توګه سفر کولی شي چې دا به د دې هېواد د کرنې او سيلانۍ د پرمختګ لپاره ګټوره وي او د خلکو په ګټه پروژه هم ده.

وانواتو د پهاجولو او عکسونو اخيستلو لپاره يو ښه ځای ګڼل کيږي او په تاننا ټاپو کې د ياصور په نامه اورغوځوونکی غر چې په نړۍ کې لږ ليدل کيږي،خو له اوږدې مودې راهيسې لږ شمېر کسان د ستونزو او خنډونو په ګاللو سره توانېدلي هلته لاړ شي.سيمه ييز لارښوونکي ادي اشفيلد خبريال ته وويل چې مونږ له يادې چيني تصدۍ څخه ډېره مننه کوو، نو که د دوی دوستان دغه اورغورځوونکی غر له نژدې وګوري، د سل امريکايي ډالرو ټکيټ ته به اړتيا ونه لري. معلومه ده چې سل امريکايي ډالره د ملکي خلکو د ژوند لپاره ډېر دی.هغه وويل پر وخت د تاسو د راتګ هر کلی کوو. د سړک په جوړولو او بشپړولو کې د يادې تصدۍ د هڅو او کوښښونو له امله زموږ ترانسپورټي حالت ښه شوی دی، هيله او باور لرم چې دلته ښکلې منظرې لازيات چيني سيلانيان راجلبولی شي.

په همدې ورځ صدراعظم سالوې د يادې پروژې د لومړي پړاو د بشپړېدو په مراسمو کې وويل چې که چيني تصدۍ نه وي، په وانواتو کې به مونږ پرمختګ ونه مومو.هغه زياته کړه ،موږ له چيني تصدۍ څخه ډېره مننه کوو او په ژوند کې به د راغلو نويو بدلونونو هر کلی وکړو.د يادې پروژې لومړی پړاو په باکيفيته توګه بشپړ شوی دی او دويم پړاو به يې هم ژر پيل شي.زه د زړه له کومې د چيني حکومت او تصدۍ له ملاتړ څخه مننه کوم.

د چين د سي ار سي سي شرکت عمومي مدير ځوان شانګ بياو وويل چې په بهرنيو هېوادونو کې زمونږ د شرکت پرمختګ پر ځايي کېدو ټينګار کوي او په وار سره مو څه باندې څلور سوه تنه ځايي کارکوونکي وګومارل. دغه پروژه ژر او په دريو کلونو کې بشپړه شوې چې ټاکل شوې وه په پنځو کلونو کې تر سره شي،لامل يې د چين او وانواتو د کارکوونکو له ګډو هڅو او همکاريو سره تړاو لري. د دې ترڅنګ د چين د سي سي اي سي سي شرکت په بسپنې سره د ځايي وګړو لپاره د د ناپيل روزنې مرکز هم جوړ کړ چې له ۱۸ کلنۍ تر ۲۰ کلنۍ پورې د ځوانانو لپاره د توکو د کرلو او د ماشين د ترميمولو په برخه کې د روزنې کورسونه لري تر څو د استخدام مسئله په ښه توګه حل شي.هغه وويل موږ په بسپنې توګه د روزنې دا مرکز جوړ کړی تر څو تخنيکارکوونکي وروزل شي او زمونږ د پروژې د جوړېدو په برخه کې وګومارل شي چې دا نه يوازې د تصديو د پرمختګ بلکې په ځايي ټولنه کې د برخه اخيستنې لپاره ګټوره چاره ده.

له دې نه مخکې د چين له خوا جوړ شوی د وانواتو د مالاپو ښوونځي ودانۍ بشپړه شوې وه چې دغه پروژه په جنوبي ارام سمندر سيمه کې هغه ښوونيزه پروژه ګڼل کيږي چې پيمانه يې ډېره لويه ده. په وانواتو کې د چين لوی سفير جو های چنګ وويل چې دغو پروژو د وانواتو خلکو لپاره يوه داسې کړکۍ برابره کړې ده چې کولی شي ترې د چين په باب معلومات تر لاسه کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای