CRI Online

د امريکا د مستهلکې تکنالوژۍ ټولنې مشر ګاري شاپيرو: د سوداګريز اصطکاک له امله د امريکا د تکنالوژۍ صنعت مياشتنۍ ګټې يو مليارډ ډالره کميږي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-07 16:10:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مستهلکې الکترونيکس نړيوال نندارتون به د جنورۍ په اتمه نېټه د امريکا په لاس ويګاس کې پرانيستل شي. د دې نندارتون جوړوونکې خوا او د امريکا د مستهلکې تکنالوژۍ ټولنې مشر ګاري شاپيرو وويل، د چين پر وارداتي توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي له امله په هره مياشت کې د امريکا د تکنالوژۍ صنعت هره مياشت د يو مليارډ ډالرو له زيانونو سره مخامخ دی.

نوموړي د ياد نندارتون د پيل په وړاندې د سينهوا اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې د امريکايي تصديو په اند د تعرفې لوړول د مسئلې د حل مناسب نظام نه دی، هيله لري چې امريکا او چين د خبرو اترو له لارې توپيرونه ليرې کړي.

د امريکا د سوداګرۍ وزارت له دې نه مخکې اعلان کړی و چې د مصنوعي ځيرکتيا، چيپ او روبوټ په شمول د ۱۴ ډولو مهمو تخنيکونو او اړوندو توليداتو پر صادراتو د بنديزونو د چوکاټ جوړولو پلان لري.

شاپيرو په دې نظر دی چې ياد بنديزونه او کنترول د اندېښنې وړ دی، ځکه دا به د امريکايي تصديو صادراتي فرصتونه له محدوديت سره مخ کړي، معلوماتي راکړو ورکړو ته به خنډونه جوړ کړي او مصنوعي ځيرکتياوو د پرمختګ مخه به ونيسي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای