د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف په دې وروستيو کې له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د ازبکستان د سيلانيز صنعت د پرمختګ پلان لاسليک کړ. د دې پلان له مخې، ازبکستان به د ويزو د تشريفاتو اسانه کولو، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ د چټکولو او د خدمتي چارو د ښه والي له لارې سيلانيز صنعت ته پرمختګونه ورکړي.
د ياد پلان له مخې، ازبکستان به په ۲۰۲۵ کال کې تر ۹ مليونو تنو زيات بهرني سيلانيان راجلب کړي او په ۲۰۲۵ کال کې به د هېواد د کورنيو توليداتو په ارزښت کې د سيلانيز صنعت انډول د ۲۰۱۷ کال له ۲.۳٪ څخه ۵٪ ته لوړ کړي.
د دې هېواد د سيلانيزې کميټې د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې له ازبکستان څخه د بهرنيو ليدونکو شمېر ۵ مليونه ۳۰۰ زره و چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله يو چند زيات شوی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |