د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جنورۍ په ۷ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان به د سويس فداري حکومت د رئيس يولي مورير او د نړيوال اقتصادي فورم د رئيس کلاوس سچواب په بلنه د روانې مياشتې له ۲۱ مې نېټې څخه تر ۲۴ مې نېټې پورې له سويس څخه ليدنه وکړي او د ۲۰۱۹ کال لپاره د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې به ګډون وکړي.
د مالوماتو له مخې، وانګ چي شان به د دغه فورم په کلنۍ غونډه کې يوه وينا وکړي او له ګډون والو سره به خبرې اترې وکړي.
لو کانګ زياته کړه چې د رئيس مرستيال وانګ چي شان به د چين پرمختګ او د اقتصاد د نړيوال کېدو په شمول د سترو نړيوالو مسئلو په اړه خپلې نظريې څرګندې کړي. نوموړي وويل چې چين د دې هرکلی کوي چې بېلا بېلې خواوې له چين سره يو ځای د ګډو مشورو، ابادۍ او د ګټو شريکولو له روحيو سره سم، د پرانيستي نړيوال اقتصاد د جوړولو او د بشر د ګډ انکشاف د پياوړتيا لپاره فعاله خدمتونه وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |