CRI Online

د نړيوال بانک مشر جيم يونګ به له وخت مخکې خپله دنده پرېږدي.

cri     (GMT+08:00) 2019-01-08 09:08:32

 

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال بانک د جنورۍ په ۷مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه بانک مشر جيم يونګ به د فبرورۍ په لومړۍ نېټه له ټاکلي وخت مخکې خپله دنده پای ته ورسوي.

نړيوال بانک په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه به د نړيوال بانک لومړۍ اجرائيوي مشره مېرمن کريستلينه جيورجيوا د دغه بانک د لنډ مهالې مشرې په توګه دنده تر سره کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای