CRI Online

ښايي د روان کال د پسرلني اختر په ترانسپورټي موده کې په چين کې ۲ مليارډه او ۹۹۰مليونه تنه په بېلا بېلو ترانسپورټي وسيلو تګ راتګ وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2019-01-08 09:10:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چين کې تر ټولو مهم دوديز اختر يعنی پسرلنی اختر به ژر راورسېږي. د دغه اختر په شاوخوا موده کې به کارکوونکي، محصلين او رنګا رنګ کسان بېرته خپل ټاټوبي ته ولاړ شي او په ټول چين کې ترانسپورټي ګڼې ګوڼې به رامنځته شي. د خبر له مخې، اټکل کېږي چې د روان کال د پسرلني اختر په ترانسپورټي موده کې په ټول هېواد کې ۲ مليارډه او ۹۹۰ مليونه تنه په بېلا بېلو ترانسپورټي وسيلو تګ راتګ وکړي او په دغه اندازه کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله لږ زياتوالی ښکاري. د روان کال د پسرلني اختر ترانسپورټي موده به د جنورۍ له ۲۱مې نه د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې پای ته ورسېږي چې ۴۰ ورځې به دوام ولري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای