CRI Online

د روسيې دفاع وزارت: تور سمندر ته پر ننوتونکې امريکايي پوځي بيړۍ څار کوي.

cri     (GMT+08:00) 2019-01-08 09:13:46

د روسيې خبري اژانس د جنورۍ په ۷مه نېټه د دغه هېواد د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په قول خبر ورکړ چې د فورټ مايکهنري په نامه د امريکا يوه پوځي بيړۍ تور سمندر ته ننوتلې او اوس په دغه سمندري سيمه کې فعاليتونه کوي. د روسيې پوځ اوس پر دغې پوځي بيړۍ څار کوي.

د خبر له مخې، د امريکا دغه پوځي بيړۍ د مسکو پر وخت د جنورۍ د ۶مې نېټې د شپې په نهو بجو تور سمندر ته ننوتلې ده او د ۷مې نېټې د سهار په ۹ بجو او ۳۰ دقيقو د رومانيا کونستانا سمندري بندر ته رسېدلې. په تور سمندر کې د روسيې د بيړيو ډلې يوه ساتونکې بيړۍ اوس د زياتو تدبيرونو په نيولو سره پر يادې امريکايي پوځي بيړۍ څار کوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای