CRI Online

د تیسلا Tesla یوه لویه فابریکه به په شانګهای کې جوړه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-08 09:20:27

د جنورۍ په ۷ نیټه د چین د شانګهای په لین ګانګ صنعتي ناحیه کې د امریکا د بریښنایي موټر او انرژي شرکت تیسلا د یوې لویې فابریکې جوړولو کارونه پیل شول. دغه پروژه په شانګهای کې ترټولو لویه بهرنۍ جوړېدونکې پروژه ده او په بهر کې د تیسلا شرکت لومړنۍ لویه فابریکه هم ده.

د پلان له مخې دغه پروژه به اته لکه ۶۰ زره مربع متره پراخوالی ولري او پانګې به یې تر ۵۰ ملیارډو یوانوورسیږي. په دغه فابریکه کې ډیزان، تولید او پلورنه سره ترسره کېږي. د اټکل له مخې به د روان کال په پای کې په کار ولویږي. په دې فابریکه کې به هر کال ۵ لکه عرادې بریښنایي موټرونه جوړېږي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای