د افغانستان يو ځايي چارواکي سين هوا اژانس ته د دې خبر پخلی وکړ چې د افغانستان د امنيت ساتونکو او طالب اورپکو ترمنځ د جنورۍ د ۶مې نېټې په شپه د دغه هېواد په شمال لويديځ بادغيس ولايت کې سختې نښتې وشوې او لږ تر لږه ۳۶ تنه په دې نښتو کې وژل شوي دي.
د بادغيس ولايت د ولايتي شورا يو غړي عبدال عزيز بېګ خبر ورکړ چې دواړو خواوو د ۶مې نېټې په شپه په دغه ولايت کې لږ تر لږه دوه وسله والې نښتې وکړې. يوه يې د دغه ولايت په جنوب قادس وسوالي کې شوې ده چې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ پر څو تلاشيو بريد وکړ او د اوږد وخت لپاره يې له امنيت ساتونکو سره نښتې وکړې. لږ تر لږه ۳ تنه حکومتي سرتېري، ۱۱ تنه ځايي پوليس او څه باندې ۱۵ تنه اورپکي د دغې نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
بله نښته د بادغيس ولايت په لويديځ اب کمري ولسوالي کې وشوه چې له امله يې ۷ پوليس مړه او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |