CRI Online

د ايران د دفاع وزير: ايران به د امريکا پر ګواښ چوپتيا و نه ساتي.

cri     (GMT+08:00) 2019-01-08 11:16:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د دفاع وزير امير حاتمي د جنورۍ په ۷مه نېټه څرګنده کړه چې ايران به د امريکا او اسرائيلو په ګواښونو سره خپله چوپتيا و نه ساتي.

حاتمي په همدې ورځ په تهران کې د لويديځې اسيا د دفاع او امنيت په نړيواله غونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې پر امريکا او اسرائيلو نيوکې وکړې چې په پر له پسې توګه پر ايران انترنيټي بريدونه کوي.

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سکريتر علي شمخاني په همدې غونډه کې څرګنده کړه چې امريکا په سوريه کې ستراتيژيکي ماتي وخوړله. امريکايي پوځ بايد نه يوازې له سوريې نه، بلکې له ټولې سيمې څخه ووځي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای