CRI Online

په چين کې د علومو او تکنالوژۍ په برخه کې د جايزه ورکولو ملي غونډه تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2019-01-08 14:59:20

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د جنورۍ د ۸مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د علومو او تکنالوژۍ په برخه کې د جايزه ورکولو ملي غونډه تر سره کړه. د شي جين پينګ، لي که چيانګ، وانګ هو نينګ او هان جنګ په شمول ګوندي او دولتي مشرانو په دغه غونډه کې ګډون وکړ. شي جين پينګ د جايزه ګټونکو استازيو ته جايزې ورکړې، لي که چيانګ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په استازيتوب په دغه غونډه کې وينا وکړه او هان جنګ د دغې غونډې مشري وکړه.

په تودو چکچکو سره د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ تر هر څه دمخه د ۲۰۱۸ کال لپاره د علومو او تکنالوژۍ په برخه کې دوو ملي عالي جايزه ګټونکو يعنې د هاربين صنعتي پوهنتون اکاډميشن ليو يونګ تان او د چين خلکو ازادي بښونکي پوځ د ځمکنيو ځواکونو د انجينيرۍ پوهنتون اکاډميشن چيان چي هو ته د جايزې مډالونه او سرټيفيکټونه ورکړل، ور سره يې په لاسونو روغبړ وکړ او مبارکي يې ورته وويله. ور پسې د شي جين پينګ په شمول ګوندي او دولتي مشرانو له دوو جايزه ګټونکو سره يو ځای د طبيعي علومو، تخنيکي اختراع، د علمي او تخنيکي پرمختګ او د چين د علمي او تخنيکي همکارۍ جايزه ګټونکو استازيو ته سرتيفيکټونه ورکړل.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او صدر اعظم لي که چيانګ د خپلې وينا په ترڅ کې د ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په استازيتوب ټولو جايزه ګټونکو ته تودې مبارکۍ وويلې، د هېواد ټولو علمي او تخنيکي کارکوونکو ته يې د احترام مراتب څرګند کړل او د چين په علمي او تخنيکي چارو کې له ګډون کوونکو او ملاتړ کوونکو بهرنيو متخصصانو څخه يې د زړه له کومې مننه وکړه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای