CRI Online

د امريکا او فرانسې مشرانو په تليفوني خبرو کې د سوريې پر مسئلې بحث وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2019-01-08 16:00:46

د سين هوا اژانس د جنورۍ په ۷مه نېټه د امريکا د سپينې ماڼۍ په قول خبر ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر دونالد ټرمپ او د فرانسې ولسمشر مکرون په همدې ورځ سره تليفوني خبرې وکړې او د سوريې پر مسئلې يې بحث وکړ.

د سپينې ماڼۍ وياندې سراح سندرس په همدې شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ټرمپ او مکرون د داعش او له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پلان په شمول د دغه هېواد پر اوسنيو حالاتو بحث وکړ. په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې امريکا به په ټينګې ارادې او د غور په کولو سره په همغږۍ توګه خپل ځواکونه وباسي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای