CRI Online

د چين په امپراطورۍ ماڼۍ کې د پسرلني اختر په وياړ نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-01-08 18:20:37


د چين په امپراطورۍ ماڼۍ کې د ((يان چي)) ودانۍ زينې سينګار شوې دي.

د چين عنعنوي پسرلنی اختر به د راتلونکې فېبرورۍ په پنځمه نېټه پيل شي، د چين امپراطورۍ ماڼۍ د سږني پسرلني اختر د هرکلي په موخه يو ځانګړی نندارتون جوړ کړی او د روانې مياشتې په اوومه نېټه يې پرانيست.

په دغه نندارتون کې د پسرلني اختر په اړه نږدې زر توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

دا پخوانۍ پيسې دي او تر شا يې يوه ګلدوزي شوې بټوه پراته ده.

په پخوانۍ زمانه کې به مشرانو او لويانو د پسرلني اختر په موده کې ماشومانو ته د نوي کال د اختري ورکولو په موخه همدا مېده پيسې ورکولې او ماشومانو به دغه پيسې په همدې ډول ګلدوزۍ شوې بټوې کې اچولې.


په نندارتون کې هغه پخوانۍ ډېوې هم وړاندې شوي چې پخوا به په امپراطورۍ ماڼۍ کې کارول کېدې.

د پسرلني اختر په رارسېدو سره به چينايان د خپلو کورونو د دروازو پر دواړو غاړو د شعر دوه بيتونه نصب کړي.

په دغه نندارتون کې د شعر هغه بيتونه هم نندارې ته وړاندې شوي چې د چين يو مشهور امپراطور ((چيان لونګ )) پر سرو کاغذونو ليکلي دي.


1  2  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای