د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۸ مه نېټه د جيبوتي ولسمشر اسماعيل عمر ګويلح د دواړو هېوادونو تر منځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۴۰ مې کلېزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې سوله ييز او ثابت پرمختګ کړی، دواړو خواوو د يو بل کليدي او مهمو مسئلو په اړه يو له بل څخه ملاتړ کړی، په زياتو برخو کې يې همکارۍ کړی او ډېر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. زه د چين او جيبوتي ترمنځ اړيکو ته خورا اهميت ورکوم، غواړم له تاسو سره په ګډو کوښښونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي باور نور هم ټينګ کړم، دواړه خواوې دې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه همکارۍ پياوړې کړي، د چين او افريقا د همکاريز فورم د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې تر لاسه شوې پايلې دې پلې کړي او د چين او جيبوتي تر منځ ستراتيژيکې اړيکې دې پر مخ بوزي.
اسماعيل عمر ګويلح په خپل پيغام کې ويلي چې جيبوتي د چين د حکومت او خلکو له خدمتونو او ملاتړ څخه ډېره مننه کوي، جيبوتي به هميثه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |