د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د لومړۍ وزيرې ماڼۍ د جنورۍ په ۸مه نېټه وويل، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون په اړه رای ورکونه به په ۱۵مه نېټه د استازيو په جرګه کې تر سره شي.
د بريتانيا د استازيو جرګه پخوا دا ټاکلې وه چې د تېر کال په دسمبر کې د بريتانيا حکومت او اروپايي ټولنې ترمنځ د ياد تړون په اړه رايه ورکړي. خو له رای ورکولو يوه ورځ مخکې لومړۍ وزيرې تريسا مې ناڅاپه د رای ورکونې ځنډولو خبره وکړه، لامل يې دا و ښايي تړون تصويب نه شي.
هغه وخت نوموړې ويلې و، چې سناتورانو د ياد تړون له ډېرو کليدي برخو څخه ملاتړ کوي، خو په دې تړون کې له وتلو وروسته د ايرلند پولې په برخو کې هم پراخه او ژوره اندښنه شته.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |