CRI Online

امريکايي سياستوال او سوداګر: د چين او امريکا د همکاريو ژورتيا د دواړو لوريو د اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-01-09 10:27:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ډېرو سياستوالو او سوداګرو د جنورۍ د اوومې نېټې په شپه په نيويارک کې څرګنده کړه چې د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو د جوړېدو د ۴۰ مې کاليزې په درشل کې دواړه هېوادونه لاهم يو بل ته اړتيا لري، دواړه خواوې دې په پرله پسې توګه د نړيوالې سولې او امنيت د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

په امريکا کې د چيني تصديو د ټولنې کلنۍ ماښامنۍ مېلمستيا په همدې شپه ترسره شوه، د امريکا نړيوال ګروپ پخواني مشر او اجرائيوي رئيس موريس ګرينبرګ وويل، زه پر راتلونکي پوره باور لرم. نوموړي د ۲۰ مې پېړۍ په ۷۰مه لسيزه کې تر نورو وړاندې په چين کې پانګونې کړې وې او په چين کې يې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو په ۴۰ کلونو کې د چين لوی بدلونونه تجربه کړي او ليدلي دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای