د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند کارلين د جنورۍ په ۸مه نېټه وويل، ترکيه هيله لري چې له سيوريې څخه د پوځ د ايستلو په وخت کې امريکا هغه وسلې هم بېرته تر لاسه او راټولې کړي چې مخکې يې د خلکو د ساتنې ډلې په شمول د سيوريې د کردستان وسلوالو ته ورکړې دي.
له اوږدې مودې راهيسې ترکيه او امريکا د خلکو د ساتنې ډلې په شمول د سيوريې د کردستان وسلوالو د قانونيت په اړه سخت اختلاف لري. ترکيه وايي چې ياده ډله د ترکيې د حکومت ضد د کردستان کارګر ګوند د سوريې څانګه ده چې يو ترهګريز سازمان دی. خو امريکا تل د سيوريې د ديموکراتيک پوځ له لارې له يادې ډلې سره نژدې همکارۍ کوي چې د داعش سره مقابله او جګړه وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |