د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ماليې وزارت د جنورۍ په اتمه نېټه اعلان وکړ چې د ونزويلا پر ۷ شخصيتونو او ۲۳ تصديو يې بنديزونه لګولي دي.
د امريکا ماليې وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل،د ونزويلا يادو ۷ شخصيتونو او ۲۳ تصديو د دغه هېواد د حکومت له خوا د ۲ مليارډ او ۴۰۰ مليون ډالرو په ارزښت د بهرنيو اسعارو په معاملو کې فاسد فعاليتونه کړي. په دغو تصديو کې ځينې يې په ونزويلا کې ثبت دي او زياتره يې د امريکا په نيويارک، ميامي او نورو ښارونو کې ثبت دي.
د امريکا د اړوندو قوانينو له مخې به په امريکا د يادو شخصيتونو او تصديو شتمنۍکنګل شي او له امريکايانو سره به يې سوداګريزې راکړې ورکړې هم منع وي.
امريکا له ۲۰۱۷ کال راهيسې د ديموکراسۍ او بشري حقوقو د مسئلو له امله پر ونزويلا زيات اقتصادي بنديزونه لګولي دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |