د سينهوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چازو وزير مايک پومپيو د جنورۍ په اتمه نېټه د اردن په پلازمينه امان کې وويل، د امريکا د هغې پرېکړې له امله چې له سوريې څخه به خپل ځواکونه وباسي، د امريکا په مشرۍ د داعش ضد نړيوال ائتلاف به کمزوري نه شي.
نوموړي په همدې ورځ د اردن د بهرنيو چازو له وزير سره په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پرېکړه چې له سوريې څخه به خپل ځواکونه وباسي، د داعش ضد نړيوال ائتلاف د کمزوري کېدو سبب نه شي. نوموړي زياته کړه چې امريکا به په راتلونکو څو ورځو ان څو اوونيو کې پر ايران نور ډيپلوماټيک او اقتصادي بنديزونه ولګوي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |