د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په اتمه نېټه د م م له امنيت شورا څخه وغوښتل چې د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د اسرائيلو له لوري د يهوديانو د ميشت ځايونو د جوړولو مخه دې ونيسي او د اسرائيلو دغه کړنه يې پر خپلو سيمو "خيټه اچول" وبلل.
د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اسرائيلو هغه کړنه وغندله چې د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د بيت لحم ښار په جنوب کې يې د فلسطينيانو پر پراخو ځمکو خيټه اچولې او هلته يې د يهوديانو لپاره څو زره کورونه جوړ کړي. نوموړي همدارنګه وويل چې د اسرائيلو دغه پلان به د بېلتون ديوالونو له لوري د بيت لحيم ښار د کلابندۍلامل شي او د" دوو دولتونو " د جوړېدو پر بنسټ ولاړ د سولې رامنځ ته کېدو فرصتونه به په بشپړ ډول خراب کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |