CRI Online

د م م د کډوالو چارو لوړې کميشنرۍ" د خوندېتوب لپاره ۲ مليارډ کيلومتره" کمپاين پيل کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-01-09 15:42:20

د سينهوااژانس د خبر له مخې، د م م د کډوالو چارو لوړې کميشنرۍ د جنورۍ په اتمه نېټه د نړۍ په کچه " د خوندېتوب لپاره ۲ مليارډ کيلومتره" په نوم کمپاين پيل کړ او پدې سره يې له خلکو څخه وغوښتل چې د ځغاستلو، په چټک ډول پلي تګ او يا پر بايسيکل د سپرېدو په ګډون په بېلابېلو لارو چارو سره دې د کډوالو له ستونزو ډک ژوند تجربه کړي او په روان کال کې دې په دغه کمپاين کې په ګډون سره ۲ مليارډ کيلومتره مزل ووهي چې په دې کار سره به د نړۍ ټولو کډوالو ته خپله پاملرنه واړوي او ورڅخه به ملاتړ څرګند کړي.

د م م د کدوالو چارو لوړې کميشنرۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دوی شمېرنې ښيي چې هر کال په نړۍ کې بې کوره کسان لومړي هدف ته د رسيدو لپاره شاوخوا ۲ مليارډ کيلومتره ستونزمن سفر کوي. " د خوندېتوب لپاره ۲ مليارډ کيلومتره" کمپاين کې ګډون کوونکي کولی شي چې د دغه فعاليت په رسمي وېبسايټ کې او يا د بېلابېلو اپليکېشنونو په وسيله خپل سفر ثبت کړي چې د ۲۰۰ مليونو ګډې موخې د پوره کېدو لپاره خدمتونه وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای