CRI Online

د نيپال ولسمشر: نيپال غواړي د يو کمربند او يوې لارې په تأسيس کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-09 16:09:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نيپال ولسمشر بيدهيا ديوي بهانداري د جنورۍ په ۷مه نېټه وويل، چين د نيپال نژدې او دوست ګاونډی هېواد او مهم همکار دی. نيپال غواړي د يو کمربند او يوې لارې په تأسيس کې ګډون وکړي او په دې وسيله د دواړو هېوادونو اړيکو ته وده ورکړي.

نوموړي په همدې ورځ په کتمندو کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چين د نوې سفيرې هو يان چي د باورليک د منلو په وخت کې وويل، نيپال د چين د واحد هېواد له پاليسۍ څخه کلک ملاتړ کوي. له چين څخه مننه کوي چې د نيپال له ملي حاکميت او د خاورو له بشپړتياملاتړ کوي او د نيپال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يې ډېرې مرستې برابرې کړې دي.

هو يان چي وويل، د چين حکومت له نيپال سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، غواړي د چين او نيپال د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوې پاڼه پرانيزي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای