CRI Online

د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون مساحت به تر لومړي نندارتون زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-09 16:30:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د نړيوال وارداتي نندارتون ادارې د جنورۍ په نهمه نېټه خبر ورکړ چې د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستلو ته ۳۰۰ ورځې پاتې دي او دغه نندارتون ته د تيارۍ چارې په ښه توګه روانې دي. په دوهم وارداتي نندارتون کې به د تصديو او سوداګرۍ د غرفو مساحت د لومړۍ دورې نندارتون په پرتله زيات وي او د سامان الاتو، مصرفي توکو، خوراکي توکو، روغتيا او خدماتي توکو پنځه برحې به ولري. د دوهم وارداتي نندارتون کوربه خواوې، اړوند نهادونه، وخت او ځای، همدارنګه جوړښت او پيمانه به يې له لومړۍ دورې نندارتون سره يو شان وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای