د چین صدراعظم لي که چیانګ د روانې میاشتې په ۹ نیټه په بیجینګ کې د امریکا د تیسلا شرکت له اجرایه رئیس یلون موسک سره وکتل.
لي که چیانګ نوموړي ته له دې امله مبارکي وویله چې په شانګهای کې د دغه شرکت د یوې لویې فابریکې جوړولو پروژه پیل شوې ده. هغه وویل چې په چین کې د نوی انرژی موټر په برخه کې د خارجي سهامونو د ورخلاصون وروسته دغه فابریکه لومړنۍ پروژه ده چې سل په سل د خارجي پانګو له خوا جوړیږي. هیله لري چې تیسلا شرکت به د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون په ژورتیا کې ګډون وکړي او د چین او امریکا د اړیکو ثابت پرمختګ به وهڅوي.
موسک وویل چې د چین چټک پرمختګ او کاري اغیزې پر ده باندی ژوره اغیزه کړې. ګمان یې نه کاوه چې په دومره کم وخت کې د موټرونو جوړولو د یوې فابریکې د ابادولو ټول پروګرامونه بشپړ شوي دي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |