د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د جنورۍ په نهمه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا د يوې نوبتي غونډې مشري وکړه . په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کوچنيو تصديو په مقابل کې د مالياتو د کمولو په موخه به يو لړ تدبيرونه غوره شي،د ځايي حکومتونو له ځانګړو اسهامو څخه به ښه استفاده وشي، اړوندو روانو پروژو ته به زمينه برابره شي او د مصرف د پراخولو لپاره به هڅې وشي. دغه راز د ملکي کارکوونکو د معاشونو ورکولو حالاتو ته به پاملرنه وشي او د اړوندو کارونو سپارښتنې به په ښه توګه ترسره شي چې معاشونه يې تضمين شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |