د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د خبر له مخې، چين او امريکا د جنورۍ له اوومې نېټې څخه تر نهمې نېټې پورې د اقتصادي او سوداګريزې مسئلې په اړه د مرستيال وزيرانو په کچه خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو موافقو د تطبيق او د ګډې پاملرنې وړ سوداګريزو موضوعاتو او د ستونزو د حلولو په هکله په پراخه، ژوره او جدي توګه د نظريو تبادلې وکړې چې متقابل تفاهم يې پياوړی کړی او د يو بل د پاملرنې وړ مسئلې د حلولو لپاره يې بنسټ برابر کړ. دواړو خواوو موافقه وکړه چې خپلمنځي تماس نيولو ته به دوام ورکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |