د سينهوا اژانس د خبر له مخې،اروپايي ټولنې د جنورۍ په نهمه نېټه د ايران يوه استخباراتي اداره او دوه ايرانيان د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړل او پرې يې بنديزونه ولګول. ايران پدې اړه څرګنده کړه چې اروپايي ټولنې ته به ځوابي تدبيرونه غوره کړي.
د اروپايي ټولنې سرچينه وايي، بنديزونه يې د ايران د استخباراتو وزارت پر اړوندې امنيتي ادارې لګولي دي. دغه پرېکړه يې د جنورۍ په اتمه نېټه وکړه او په نهمه نېټه نافذه شوه. دغه پرېکړه د هغو بريدونو په مقابل کې ده چې د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې شوي دي. خو د دغو بريدونو په اړه يې جزئيات نه دي بيان کړي.
د هالنډ د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په اتمه نېټه په خپله وېبپاڼه کې يو علنی پيغام خپور کړ او په دغه پيغام کې يې ويلي چې د هالنډ استخباراتي او امنيتي ارګان پلټنه ښيي چې د ايران استخباراتي ارګان په ۲۰۱۵ کال او ۲۰۱۷ کال کې په هالنډ کې د دوو ايراني الاصله هالنډيانو په وژلو کې لاس درلود. برسيره پردې ايران د فرانسې په پاريس کې په يوه بمي چاودنه او په ډنمارک کې د وژلو په يوه قضيه کې هم لاس درلود.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |