CRI Online

شي جين پينګ د کوريا ديموکرتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند له مشر کيم جونګ اون سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-10 10:40:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۸مه نېټه د کوريا ديموکرتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند او د دولتي شورا له مشر کيم جونګ اون سره خبرې اترې وکړې. کيم جونګ اون په همدې ورځ بېجينګ ته راورسېد او له چين څخه يې ليدنه وکړه. د دواړو هېوادونو مشرانو په دوستانه حالت کې د دواړو هېوادونو د اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه په ژوره توګه د نظر تبادله وکړه او مهمې موافقې يې تر لاسه کړې دي. دواړه خواوې غواړي چې په نوې مرحله کې د دواړو هېوادونو اړيکو ته وده ورکړي، د کوريا ټاپووزمې د مسئلې د سياسي حل بهير ته دوام ورکړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او د سيمې او نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره خپل خدمت برابر کړي.

شي جين پينګ وويل، مشر کيم جونګ اون د ۲۰۱۹ کال په پيل کې او د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت کې چين ته سفر کوي، ده څرګند کړه چې مشر کيم جونګ اون د دواړو هېوادونو دوديز دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او له چين سره دوستي لري.

کيم جونګ اون وويل، عمومي منشي شي جين پينګ د نوي کال په پيل کې د زياتو مصروفيتونو سره سره زموږ پالنه کوي. په دې اړه ډېره مننه کوم او د ديموکراتيکې کوريا د ګوند، حکومت او خلکو په استازيتوب د چين ګوند، حکومت او خلکو ته د نوي کال مبارکي وايم.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای