CRI Online

لي که چيانګ د خوندي توليد په هکله مهمې لارښوونې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-10 10:49:55
لي که چيانګ د خوندي توليد په هکله مهمې لارښوونې وکړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين دولتي شورا د جنورۍ په ۹مه نېټه په هېواد کې د خوندي توليد په هکله يوه ويډيو غونډه ترسره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د دولتي شورا صدراعظم لي که چيانګ دغې غونډې ته مهمې لارښوونې وکړې چې له مخې يې، خوندي توليد د اقتصاد د دوامدار او سالم پرمختګ او د خلکو د خوندي ژوند د ضمانت لپاره ډېر مهم دی. په ۲۰۱۸ کال کې د چين بېلا بېلو سيمو او ارګانونو د خوندي توليد ضمانت په برخه کې لاسته راوړنې درلودلې دي . موږ بايد په نوي کال کې د امنيتي خطرونو له منځه وړلو او د سختو پېښو مخنيوي ته لومړيتوب ورکړو او د بېړنۍ مقابلې تدبيرونه، پرېکړې او لارښوونکي ميکانيزم بشپړ کړو چې د ناورينونو د مخنيوي او کمښت په برخو کې خپل توان په ريښتنی ډول لوړ کړو او د خلکو د سر او مال امنيت د ساتلو او د اقتصاد د لوړ کيفيت پرمختګ د هڅولو لپاره نوي خدمتونه وکړو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای