CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير عراق ته ناڅاپه سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-01-10 10:52:59
د امريکا د بهرنيو چارو وزير عراق ته ناڅاپه سفر وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايکل پمپيو د جنورۍ په ۹مه نېټه د عراق له پلازمينه بغداد څخه ناڅاپه ليدنه وکړه. هغه د عراق د نوي حکومت له مشرانو سره وکتل. دواړو خواوو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله بحث وکړ.

د عراق د ولسمشر دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ولسمشر برهم صالح له پمپيو سره د کتنې په وخت کې هيله وښودله چې د نړيوالې او سيمه ييزې همکارۍ د پياوړتيا له لارې د عربي هېوادونو بې ثباتي کمه شي او تندلاري او ترهګري په پوره توګه له منځه يووړل شي. پمپيو وويل، عراق د سياست، اقتصاد او امنيت په برخو کې د امريکا يو مهم ستراتيژيک همکار دی. امريکا غواړي د عراق په بيارغونې کې په تېره بيا له داعش څخه د بيا ازاد شويو ښارونو د بيارغونې په بهير کې ګډون وکړي . (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای